کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال سازمان له پاکستان څخه په ٦٠ زره راستنیدونکو خوراکي توکي ویشلي دي

18 عقرب 1402 ساعت 15:36

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د پاکستان په پوله یې پر ۶۰ زره راستانه شویو افغان کډوالو خوراکي توکي وېشلي دي.


آوا – کابل: دغه نړیوال مرستندویه سازمان په خپله X ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې دغه سازمان چمتووالی لري چې له یو میلیون افغانانو سره چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي، ملاتړ وکړي.
 
د دغه سازمان مشرې سنډي مکین ویلي دي چې د خوړو نړیوال پروګرام له پاکستانه په پوله پر ۶۰ زره راستنیدونکو افغان کډوالو خوراکي توکي ویشلي دي.
 
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشر همداراز زیاته کړه، چې د ژمي په رارسېدو سره له زلزله ځپلو افغانانو سره د مرستې لپاره کافي مالي سرچینې نه دي برابرې شوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان له لوري د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو له پرېکړې وروسته هره ورځ زرګونه افغانان افغانستان ته داخلېږي.


د مطلب کود: 280097

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280097/د-خوړو-نړیوال-سازمان-له-پاکستان-څخه-په-٦٠-زره-راستنیدونکو-خوراکي-توکي-ویشلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com