کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تورخم  په پوله د ۲۰ زره مهاجرینو د ځایولو لپاره نوی کمپ جوړیږي

18 عقرب 1402 ساعت 10:47

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، د تورخم په پوله کې د ۲۵۰ جریبه ځمکې په مساحت د یوه کمپ چې د ۲۰ زره کډوالو د اوسیدو ظرفیت لري د نقشې او جوړولو کار پیل شوی دی.


آوا - کابل: د مهاجرینو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر لیکلي:«د لومړي وزیر د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لارښوونې پر بنسټ د مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ یوه ډله د د کرنې وزارت مرستیال مولوي خالد سجستاني، د کابل ښاروالۍ مرستیال عبدالرزاق ضیایي، د جلال اباد ښاروال حاجي شبیر، د عشر او زکات رئیس مولوي شمس الله محمد او په تورخم کې تخنیکي انجینران؛ د راستنیدونکو لپاره د کمپ د نقشې او خاکې جوړولو کار پیل شوی او ډیر ژر به د نقشې له مخې بند شي.
 
 
د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستيال د باختر آژانس د خبرله مخې . یاد کمپ په ۲۵۰ جریبه ځمکه جوړ شوی او په دریو برخو ویشل شوی دی.
 
دغه راز په ياد کمپ کې د شل زره کسانو لپاره له څلور زره څخه زياتې خيمې نصب شوي او نور ځايونه لکه روغتيايي مرکز، دوکان او نور په پام کې نيول شوي دي.


د مطلب کود: 280070

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280070/د-تورخم-په-پوله-۲۰-زره-مهاجرینو-ځایولو-لپاره-نوی-کمپ-جوړیږي

آوا
  https://www.avapress.com