کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري او ډله ییز اخراج "غیرعادلانه او نامناسب" دی

17 عقرب 1402 ساعت 16:36

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په یوه غږیز ټیپ کې له افغان کډوالو سره د پاکستان اوسنی چلند او له دغه هېواده د هغوی ډله ییز اخراج "غیر عادلانه او نامناسب" بللی دی.


آوا) - کابل: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل په یوه غږیز ټیپ کې ویلی چې له افغان کډوالو سره د پاکستان اوسنی چلند او له دغه هېواده د هغوی ډله ییز اخراج غیر عادلانه او نامناسب دی.
 
ښاغلي ټیکل زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان دا تګلاره "غیر عادلانه او نامناسب" ګڼي او په دې اړه یې د پاکستان د سرپرست حکومت له چارواکو، دیني عالمانو او د دغه هېواد له سیاستوالو سره خبرې کړې دي.
 
هغه وویل، له پاکستاني چارواکو یې په کلکه غوښتي، چې افغان کډوال دې په عزت او ټول مال سره خپل هېواد ته ستانه شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د پاکستان حکومت ۱،۷ میلیونه مهاجرینو ته د نومبر تر لومړۍ (د عقرب ۱۰مه) د "د استوګنې له اسنادو پرته" له هېواده د وتلو وخت ورکړ. پاکستان خبرداری ورکړی، چې که ونه وځي، دغه کډوال به ونیول شي او ویستل به شي.
 
د شمېرو له مخې، له پاکستان څخه څه باندې ۲۳۰ زره افغان کډوال شړل شوي او هېواد ته راستانه شوي او دا لړۍ دوام لري.


د مطلب کود: 280041

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280041/د-پاکستان-له-خوا-افغان-کډوالو-جبري-او-ډله-ییز-اخراج-غیرعادلانه-نامناسب-دی

آوا
  https://www.avapress.com