کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا او انګلستان یو ځل بیا د امنیت شورا له لارې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو مخه ونه ونیوله

17 عقرب 1402 ساعت 9:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو امنيت شورا يو ځل بيا په غزه کې د اوربند او د صهيونيسټ رژيم د جنايتونو د بندولو لپاره د يوه پرېکړه ليک د مسودې په تصويبولو کې پاتې راغله. ویل کیږي چې امریکا او انګلستان د نوي پریکړه لیک مسوده رد کړه.


آوا: CNN په ملګرو ملتونو کې د امریکا د مرستیال سفیر رابرټ ووډ له قوله ویلي: «په دې پړاو کې هیڅ توافق نشته.
 
د امنیت شورا د لسو غیر دایمي غړو یوې ډلې د دغه پریکړه لیک مسوده وړاندې کړې وه، خو د امنیت شورا دوه دایمي غړي امریکا او بریتانیا چې د ویټو واک لري، رد کړ.
 
لویدیځ قدرتونه، په ځانګړې توګه واشنګټن او لندن په غزه کې د سمدستي اوربند لپاره د هرډول پریکړه لیک سره مخالفت کوي.
 
په همدې حال کښې دصهیونیسټ رژیم د وحشیانه حملو په نتیجه کښې څه دپاسه ۳۵ زره فلسطینیان شهیدان او ژوبل شوی دی .


د مطلب کود: 279992

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279992/امریکا-او-انګلستان-یو-ځل-بیا-د-امنیت-شورا-له-لارې-صهیونیسټ-رژیم-جنایتونو-مخه-ونه-ونیوله

آوا
  https://www.avapress.com