کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو عمومي منشي: غزه د ماشومانو په هدیره بدلیږي

16 عقرب 1402 ساعت 13:37

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ټینګار کړی چې غزه د ماشومانو په هدیره بدلیږي.


آوا: د ملګرو ملتونو سرمنشي "انتونیو ګوترش" د غزې د وحشت ناورین ته په اشارې سره وویل: د غزې وحشت له بشري ناورین څخه بهر او د بشریت لپاره یو بحران دی. د غزې جګړې نړۍ ولړزوله، سیمه یې کنډواله کړه او په تر ټولو غمجنه توګه د ډېرو بې ګناه خلکو ژوند له منځه یووړ.
 
هغه څرګنده کړه: پرله پسې بمبارۍ ملکي وګړي، روغتونونه، د کډوالو کمپونه، جوماتونه، کلیساګانې او د ملګرو ملتونو تاسیسات په نښه کوي او په پایله کې هیڅوک خوندي نه دي.
 
د ملګرو ملتو سرمنشي دې ته په اشارې سره چې د ملکي وګړو ساتنه باید ډیر اهمیت ولري، وویل: زه له نړیوال بشردوستانه قوانینو څخه د ښکاره سرغړونې په اړه ژوره اندیښنه لرم.
 
ګوترش ټینګار وکړ: اجازه راکړئ روښانه شم؛ هیڅ جګړه مار اړخ د نړیوال بشردوستانه قانون څخه پورته نه دی.
 
د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې خبرې په ټینګار سره چې غزه د ماشومانو په هدیره بدله شوې ده زیاته کړه: د راپورونو له مخې هره ورځ په سلګونو هلکان او نجونې وژل کیږي او یا هم ژوبل کیږي. دغه راز د راپورونو له مخې په تېرو څلورو اونیو کې په تېرو دریو لسیزو کې د هرې جګړې په پرتله ډېر خبریالان وژل شوي دي.
 
د ګوترش په وینا، موږ د خلکو د کړاوونو د بندولو او د مرستې رسولو لپاره کار کوو او د غزې له خلکو سره د مرستې لپاره مو 1.2 ملیارد ډالر ځانګړي کړي دي.


د مطلب کود: 279944

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279944/د-ملګرو-ملتونو-عمومي-منشي-غزه-ماشومانو-په-هدیره-بدلیږي

آوا
  https://www.avapress.com