کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مهاجرت نړیوال سازمان په تورخم کې له ۱۹ زره کورنیو سره نغدي مرستې وویشل

15 عقرب 1402 ساعت 16:43

د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ، چې له پاکستان څخه په زوره راستانه شویو څه باندې ۱۹ زره کورنیو سره د تورخم په لاره کې د مهاجرت د نړیوال سازمان له خوا نغدي مرسته وشوه.


آوا – کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن دوشنبه (د عقرب ۱۵ مه) په اکس کې یوه مقاله خپره کړې او ویلي یې دي چې د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو ریاست د راپور له مخې له پاکستان څخه په جبري توګه راستانه شوي ۱۹۶۶۴ کورنۍ دي چې د تورخم په لاره کې يې د مهاجرت له نړيوال سازمان څخه نغدي مرسته ترلاسه کړې ده.
 
د مهاجرینو د چارو وزارت وايي، دغه مرستې په دوو معیارونو ویشل شوي دي.
 
دغه وزارت هرې کورنۍ ته ۱۰۹۰۰ افغانۍ وېشلې دي او د واټن په پام کې نیولو سره خپلو اصلي ځایونو ته د ستنېدو لپاره ۱۲۰۷۱۶ ټنه د موټر کرایې پیسې ورکړل شوې دي.
 
د کډوالو چارو وزارت وايي، دوی ته ۷ خوراکي توکي وېشل شوي دي.
 
پاکستان د نومبر په دویمه په رسمي ډول د ۱.۷ میلیونو نه د زیاتو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.
 
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان سرحدي چارواکو ويلي، چې د اکتوبر مياشتې له پيل راهيسې، چې افغان مهاجرينو ته يې اخطار ورکړل شوى، نږدې دوه سوه زره افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.


د مطلب کود: 279899

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279899/د-مهاجرت-نړیوال-سازمان-په-تورخم-کې-له-۱۹-زره-کورنیو-سره-نغدي-مرستې-وویشل

آوا
  https://www.avapress.com