کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د چاپېریال ساتنې ریاست مشر:

نړيواله ټولنه بايد د چاپيريال په مسايلو سياست ونه کړي

11 عقرب 1402 ساعت 11:17

د چاپېريال ساتنې د ملي ادارې عمومي رييس حافظ عزيز الرحمن په افغانستان کې د ناروې له سفير پاول کلومن بيکين سره په کتنه کې وويل چې نړيواله ټولنه بايد د چاپېريال پر مسايلو سياست ونه کړي. هغه همدا راز زیاته کړه چې افغانستان اوس مهال د اقلیم له بدلون څخه په جدي توګه اغیزمن شوی دی.


آوا - کابل: د دې ادارې ویاند فرید احمد فرهنګ د آوا له خبریال سره په خبرو کې وویل، چې د چاپېریال ساتنې رئیس حافظ عزیز الرحمن د ناروې سفیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال په دې ناسته کې د چاپېریال په بېلابېلو موضوعاتو او په ځانګړې توګه د اقلیم د بدلون په اړه بحث وشو.
 
د هېواد د چاپېريال ساتنې ادارې رئيس په دې غونډه کې وويل: نړۍ بايد د چاپېريال پر مسايلو سياست ونه کړي، ځکه دا بشري مسايل دي چې ګټه او زيان يې يوازې خلکو ته رسېږي.
 
هغه ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د ۸۲۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د اقلیم د بدلون پروژې ودروي.
 
هغه زیاته کړه، د افغانستان د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولینو ته دې د چاپېریال په نړیوالو غونډو کې د ګډون فرصت ورکړل شي او افغانستان ته دې د COP په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شي.
 
ښاغلي حافظ وویل، چې په افغانستان کې بشپړ امنیت او د کار لپاره ښه فرصتونه شته، له همدې امله هیله لرو چې نړۍ به له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.
 
په افغانستان کې د ناروې سفیر د چاپېریال ساتنې ادارې له رئیس څخه د مننې پرمهال زیاته کړه چې له افغانستان سره به د نړیوالو همکاریو په برخه کې هڅې وکړي او ډاډ یې ورکړ چې همکارۍ ته ژمن یو.
 
هغه وویل: موږ نړۍ ته په دې لټه کې یو چې له افغانستان سره ښه تعامل ولري، ځکه د اقلیم له بدلون سره مبارزه د ټولې نړۍ ګډ کار دی.
 


د مطلب کود: 279667

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279667/نړيواله-ټولنه-بايد-د-چاپيريال-په-مسايلو-سياست-ونه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com