کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رئیس الوزرا اداري مرستیال له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو د ستونزو د څېړلو په موخه تورخم ته ولاړ

10 عقرب 1402 ساعت 16:04

د وزيرانو چارو وزارت اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تورخم ته د هغو افغان کډوالو د ستونزو د څېړلو په موخه سفر کړى، چې له پاکستانه په زوره ايستل کېږي.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال او د مهاجرینو د ستونزو د هواري د کمیسیون مشر مولوي عبدالسلام حنفي نن چهارشنبه د عقرب ۱۰ مه تورخم ته ولاړ.
 
ویل شوي، چې په دغه پلاوي کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني او د مالیې وزارت مرستیال عبدالقادر احمد شامل دي.
 
د راپورونو له مخې ښاغلی حنفي لومړی د فرضي کرښې ته څېرمه د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي ته ولاړ او هلته یې له هغو افغان کډوالو سره وکتل چې د پاکستان د حکومت له خوا ایستل شوي دي.
 
 
ویل کیږي، چې له مهاجرینو سره له لیدنې وروسته ښاغلي حنفي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به په خپلو حدودو کې د ایستل شویو مهاجرینو لپاره اسانتیاوې او خدمات وړاندې کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له خوا د افغان مهاجرینو د ډله ایز اخراج لپاره د ټاکل شوي ضرب الاجل په پای ته رسیدو سره دغه بهیر نن له غرمې وروسته د پاکستاني پولیسو له خوا پیل شوی دی.
 


د مطلب کود: 279633

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279633/د-رئیس-الوزرا-اداري-مرستیال-له-پاکستانه-ایستل-شویو-کډوالو-ستونزو-څېړلو-په-موخه-تورخم-ته-ولاړ

آوا
  https://www.avapress.com