کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېره ورځ له پاکستانه څه باندې ۱۲ زره کډوال هېواد ته راستانه شول

10 عقرب 1402 ساعت 15:40

د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو ریاست چارواکي وايي، په پاکستان کې مېشت ۱۲۲۰۳ افغان کډوال نن (د لړم ۹مه) هېواد ته راستانه شول.


آوا - کابل: ویل شوي چې دغه شمیر راستانه شوي کسان د مهاجرت په چارو کې له نوم لیکنې وروسته د مهاجرت د نړیوال سازمان دفتر ته ور وپیژندل شول.
 
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي ادارې د معلوماتو له مخې له پاکستانه دوه زره او ۱۲۲ اړې کورنۍ راستنې شوې.
 
په همدې حال کې د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۸ مه) له پاکستان او ایران څخه څه باندې ۷ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.
 
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر وروسته له هغې چټک شو چې د پاکستان حکومت له دغه هېواده د ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره ضرب الاجل وټاکه.
 
د راپورونو له مخې، د کډوالو د اخراج د پرېکړې د لغوه کولو له غوښتنې سره سره، د پاکستان امنیتي ځواکونو د سه شنبې په ورځ (لړم ۹مه) په ټول هېواد کې د ناقانونه کډوالو د نیولو بهیر پیل کړ.
 
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د يوې مياشتې مهلت په پاى ته رسېدو سره د پاکستاني پوليسو له خوا د افغان کډوالو ځورول ډېر شوي دي.
 


د مطلب کود: 279626

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279626/تېره-ورځ-له-پاکستانه-څه-باندې-۱۲-زره-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com