د کابل د سمندري حوزې چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د اوبو پنځه لوی بندونه جوړېږي.
په غزني کې د اوبو پنځه لوی بندونه جوړېږي
10 عقرب 1402 ساعت 10:26
د کابل د سمندري حوزې چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د اوبو پنځه لوی بندونه جوړېږي.
آوا - کابل: رسنیو خبر ورکړی، چې د دغو بندونو د بیارغونې چارې د دوشنبې په ورځ د عقرب په ۸ مه له غونډې وروسته د کابل د سمندري حوزې د عمومي رییس او د غزني د سیمه ییزو چارواکو له خوا پیل شوې دي.
د سلام وطندار له مخې، د کابل د سمندري حوزې عمومي رئیس حبیب الرحمن حقپال د غزني د اندړو ولسوالۍ د سردې بند د بیارغونې د کار د پرانېستې پر مهال وویل، چې د ۵۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو ۲۴ پروژې پلې کېږي.
دا مهال د هېواد په شمالي ولایتونو کې د غوث تپې لوی کانال کار روان دی.
د مطلب کود: 279587