کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مزارشريف ښار کې د دوړو زياتوالی

9 عقرب 1402 ساعت 13:56

په مزارشريف كې د آوا خبريال په دغه ښار كې د طوفان د رامنځته كېدو او د دوړې د ډېرېدو خبر وركړ او ټينګار يې وكړ، چې دغه حالت د خلكو تګ راتګ ته ستونزې پيدا كړې دي.


آوا - مزارشریف: په مزارشریف ښار کې د آوا د خبریال د راپور له مخې، نن سهار (عقرب ۹) له سهار راهیسې دغه ښار د سخت طوفان او د دوړو د خپریدو شاهد دی.
 
د آوا خبريال د خبر له مخې، دغې سختې ککړتيا په ښار کې د خلکو لپاره ستونزې را ولاړې کړې، خو يو شمېر خلک او هټيوال وايي، چې په روان کال کې يې نږدې هره مياشت يا دوه مياشتې د دا ډول طوفانونو شاهدان دي.
 
د آوا خبریال ټینګار وکړ چې طوفان او دوړې د هر ساعت په تیریدو سره د شدت په حال کې دي او که دا دوام وکړي، ممکن په ښار کې دوکانونه او کاروبارونه وتړل شي.
 
په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې کارپوهان وايي، چې د کال په پیل کې وچکالي او د باران کموالی د هېواد په شمال کې د دوړو د ډېرېدو اصلي لاملونه دي.
 
د روان کال په اوږدو کې د هېواد شمالي ولایتونه په ځانګړي ډول بلخ نږدې هره میاشت د توپانونو او دوړو شاهدان دي، چې د ورځني ژوند د ګډوډۍ ترڅنګ یې په خلکو کې تنفسي ناروغۍ هم زیاتې کړي دي.
 


د مطلب کود: 279528

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279528/په-مزارشريف-ښار-کې-د-دوړو-زياتوالی

آوا
  https://www.avapress.com