د خراسان رضوي سرې میاشتې ټولنې مشر وویل چې د افغانستان زلزله ځپلو ته د ایران د عامه مرستو ۱۱ موټر د دوشنبې په ورځ د عقرب په ۸ مه د اسلام قلعه له لارې افغانستان ته واستول شول.
د هرات زلزله ځپلو ته د ایراني وګړو د مرستو د رسولو لپاره ۱۱ موټرونه واستول شول
9 عقرب 1402 ساعت 13:48
د خراسان رضوي سرې میاشتې ټولنې مشر وویل چې د افغانستان زلزله ځپلو ته د ایران د عامه مرستو ۱۱ موټر د دوشنبې په ورځ د عقرب په ۸ مه د اسلام قلعه له لارې افغانستان ته واستول شول.
آوا - مشهد: د ایران د اسلامی جمهوریت دغه چارواکی زیاته کړه: دا شپږمه جوپه ده چې د ایران د خلکو له مرستو څخه د «زنده جان» سیمې زلزله ځپلو ته استول کیږی.
ده وويل: په مرسته شويو توکو کې خوراکي توکي، غوړي، وريجې، پنبې، کمپلې، صابون، غالۍ او د حفظ الصحې توکي شامل دي چې په ټوليز ډول له ٢٥٠ ټنو څخه زيات وزن لري او ارزښت يې څه دپاسه سل میليارډه رياله دى.
د روان کال د میزان په ۱۵مه د شنبې په ورځ د افغانستان په شمال کې د هرات ولایت ځیني سیمې څو زلزلې، چې تر ټولو لویې یې ۶،۵ درجې وې ولړزولې، چې له امله یې تر ۲ زرو زیات کسان ووژل شول او په دغو سيمو کې يې زيات زيانونه اړولي دي.
د مطلب کود: 279525