د ایران ولسمشر ډاکټر سید ابراهیم رئیسي وايي، اسراییل له فلسطین سره په شخړه کې له «سرې کرښې» تېر شوی، چې هر څوک کولای شي اقدام وکړي.
د ایران ولسمشر: اسراییل له سرې کرښې تېر شوی دی
8 عقرب 1402 ساعت 16:07
د ایران ولسمشر ډاکټر سید ابراهیم رئیسي وايي، اسراییل له فلسطین سره په شخړه کې له «سرې کرښې» تېر شوی، چې هر څوک کولای شي اقدام وکړي.
آوا: د صهیونیسټ رژیم جنایتونه له سرې کرښې تېر شوی دی چې هر څوک د مقابلې لپاره مجبوروی. "واشنګټن له موږ څخه غواړي چې څه ونه کړي، خو دوی د اسراییلو پراخ ملاتړ ته دوام ورکوي."
رئیسي له دې مخکې له الجزیرې عرب سره په خبرو کې ویلي و چې ایران به د غزې د تړانګې په شاوخوا حالاتو کې د تهران د مداخلې په اړه د امریکا خبرداریو ته غاړه نه ږدي.
د مطلب کود: 279471