کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د افغانانو یو موټر چپه شوی چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي

8 عقرب 1402 ساعت 15:49

پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې د پنجاب ایالت په اټک ولسوالۍ کې د افغان کورنیو یو ټېلر د چپه کېدو له امله دوه تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.


آوا: د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د اټک د پولیسو ویاند نعیم ویلي، دغه ټریلر له پنځو افغان کورنیو سره افغانستان ته پر لاره و، چې دغه پېښه رامنځته شوه.
 
دغه چارواکي زياته کړه، چې موټر د يوه ټاير له چاودېدو وروسته ولوېد.
 
د هزاروي اټک د پولیسو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وژل شویو کسانو هویت ۵۵ کلن سلمان خان او ۶۰ کلنه بي بي ګل نومېږي. مړي او ټپيان سمدستي روغتون ته وړل شوي دي.
 
د څلورو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
 
په همدې حال کې د ناقانونه کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د حکومت له پرېکړې وروسته له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ ډېره شوې ده.
 


د مطلب کود: 279465

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279465/د-پاکستان-په-پنجاب-ایالت-کې-افغانانو-یو-موټر-چپه-شوی-چې-له-امله-یې-دوه-تنه-وژل-شوي-او-۲۵-نور-ټپیان-دي

آوا
  https://www.avapress.com