د ایران د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو د چارو اداره په دغه ولايت کې مېشتو کډوالو ته لارښوونه کړې، چې د اعتبار وړ اسناد له ځان سره ولري.
د ایران په خراسان رضوي ولایت کې د اسنادو پرته د کډوالو د راټولولو پلان پیل شو/ کډوال باید د اعتبار وړ اسناد د ځان سره ولري
6 عقرب 1402 ساعت 13:28
د ایران د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو د چارو اداره په دغه ولايت کې مېشتو کډوالو ته لارښوونه کړې، چې د اعتبار وړ اسناد له ځان سره ولري.
آوا - مشهد: د خراسان رضوی ولایت د بهرنیو اتباعو چارو ریاست په دغه ولایت کې میشتو ټولو بهرنیو اتباعو او کډوالو ته خبرتیا خپره کړې او هغوی ته یې لارښوونه کړې چې د اسنادو پرته د کډوالو د راټولولو پلان د پیلیدو له امله په دغه ولایت کې میښت کډوال باید د ځان د اعتبار وړ اسناد د ځان سره ولري.
د بهرنیو اتباعو چارو ریاست ویلي دي چې د دې پلان په پلي کولو کې د مرستې او د پولیسو د منسوبینو له خوا د معتبرو پیژندپاڼو سره د خلکو د نیولو د مخنیوي په خاطر لازمه ده چې خلک د ښار دننه د تګ راتګ لپاره د اعتبار وړ سندونه له ځانه سره ولري.
د مطلب کود: 279318