کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نتانیاهو پر غزې د ځمکني برید د وروستي پلان له لاسلیکولو ډډه وکړه

5 عقرب 1402 ساعت 16:32

امریکايي ورځپاڼې "نیویارک ټایمز" د باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په غزه کې د ځمکنیو عملیاتو د وروستي پلان له لاسلیکولو ډډه وکړه، چې د اسرائیلي پوځ په مشرۍ چمتو شوی دی.


آوا: نيويارک ټايمز د هغو سرچينو په حواله چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ليکلي: «د اسرائيلي پوځ قوماندې د وروستي بريد لپاره پلان چمتو کړی دی. خو نتانیاهو د ناکامۍ له ویرې د دې لاسلیک کولو څخه انکار کولو سره د اردو لوړ پوړي قوماندانان په غوسه کړي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، نن جمعه د اکتوبر په پنځمه اسراييلي ځواکونو د غزې په لويديځه غاړه کې تر محدودو ځمکنيو بريدونو وروسته د مقاومت له ځواکونو سره نښته وکړه.


د مطلب کود: 279289

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279289/نتانیاهو-پر-غزې-د-ځمکني-برید-وروستي-پلان-له-لاسلیکولو-ډډه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com