کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت رهبر له پاکستان څخه د ایستل شویو کډوالو د ستونزو د حل په موخه یو کمیسیون جوړ کړ

5 عقرب 1402 ساعت 11:01

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له پاکستان څخه په زوره ایستل شویو کډوالو د ستونزو د حل په موخه د اسلامي امارت د رهبر د حکم په اساس کمیسیون د جوړولو اعلان کړی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ویاند له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ دا چې پاکستان د ټولو معیارونو په پام کې نه نیولو سره د "افغان" مهاجرینو د ایستلو پریکړه کړې؛ له پاکستان او نورو هېوادونو څخه په زوره ایستل شویو کډوالو د ستونزو د هواري لپاره یو کمېسیون جوړ شوی دی.
 
د اعلامیې په دوام کې راغلي دي چې دغه کمیسیون د لومړي وزیر د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ جوړ شوی او هدف یې د هغو مهاجرینو د ستونزو حلول دي چې له پاکستان څخه په زوره ایستل کیږي.
 
په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه کمېټه د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو څخه ۳۱ غړي لري چې موخه يې هم په ۸ فصلونو او ۳۱ مادو کې په کړنلاره کې تاييد شوې ده.
 
په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي، چې دغه کمیسیون مکلف دی، چې د شړلو، استقامت، انتقال، بنسټیزو خدمتونو او موقتي سرپناه په برخو کې د خپلو ظرفیتونو له مخې د شړل شویو مهاجرینو په ځانګړې توګه سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.
 
په خبرپاڼه کې زياته شوې، دغه کمېسيون دنده لري چې هغو کسانو ته چې له هېواده شړل شوي او اندېښنې لري؛ ډاډ ورکړي. چې بې له اندېښمن هېواد ته راستانه شي.
 
دا کمیسیون په داسې حال کې جوړیږي چې د پاکستان حکومت له یو میلیون څخه د زیاتو افغان مهاجرینو په جبري توګه د ایستلو پریکړه کړې ده.


د مطلب کود: 279276

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279276/د-اسلامي-امارت-رهبر-له-پاکستان-څخه-ایستل-شویو-کډوالو-ستونزو-حل-په-موخه-یو-کمیسیون-جوړ-کړ

آوا
  https://www.avapress.com