کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مالیزیا کې میښت افغان اتباعو ته د پاسپورټونو د ورکولو بهیر پیل شو

4 عقرب 1402 ساعت 9:38

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په مالیزیا کې مېشتو افغانانو ته یې د پاسپورټونو د چاپ او وېش لړۍ پیل کړې ده.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په ایکس کې یو اعلامیه خپور کړی او لیکلي یې دي چې دغه بهیر په مالیزیا کې د افغانستان په سفارت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شو.
 
د دغې اعلامیې له مخې په مالیزیا کې د اسلامي امارت د سفارت مشر نقیب الله احمدي په هغه هیواد کې میشتو افغانانو ته ویلي چې دغه سفارت به په شفافه او چټکه توګه قونسلګري خدمات وړاندې کړي.
 
هغه زیاته کړه چې د دغه سفارت ټول کارکوونکي د اسلامي امارت په استازیتوب او په همغږۍ کې خپلې رسمي دندې ترسره کوي.
 
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې اسلامي امارت په پاکستان، ايران او ترکيه کې په خپلو سفارتونو کې د هېواد اتباعو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل کړې وه.
 


د مطلب کود: 279194

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279194/په-مالیزیا-کې-میښت-افغان-اتباعو-ته-د-پاسپورټونو-ورکولو-بهیر-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com