کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل - جلال آباد لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې

3 عقرب 1402 ساعت 11:03

د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، چې د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل - جلال آباد د لویې لارې د ویجاړو شویو برخو د بیارغونې او د دغې لویې لارې د استنادي دیوالونو د بیارغولو د پروژې کار پیل شوی او په عملي توګه روان دی.


آوا - کابل: د فواید عامې وزارت چارواکي وايي چې د کابل - جلال آباد د لویې لارې د تخریب شویو برخو د ترمیم، د استنادي او محافظتي دیوالونو د ترمیم او د یو شمېر پلچکونو د پاکولو کار یې پیل کړی دی.
 
د ملي تلويزيون د خبر له مخې، دغه سړک د کابل ښار له پلچرخي دروازې څخه پيل او د لغمان ولايت تر دروازې پورې د ٦٨ کيلومترو په اوږدوالي سره غځيږي.
 
د کابل ـ جلال اباد لویې لارې د ترمیم چارې د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت او یوه خصوصي ساختماني شرکت تر منځ قرارداد شوې چې لګښت یې د ټولګټو وزارت له بودجې څخه ورکول کیږي.
 
د دې پروژې په بشپړیدو سره به د دې لویې لارې د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله حل شي او خلک به په اسانۍ سره تګ او راتګ وکړي.
 
د ویلو ده چې څه موده وړاندې د کابل - جلال آباد پر لویه لار د غره د راپریوتلو له امله د هیواد دغه مهمه لویه لار د څو اونیو لپاره تړلې وه.
 


د مطلب کود: 279130

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279130/د-۲۳-میلیونه-افغانیو-په-ارزښت-کابل-جلال-آباد-لویې-لارې-بیارغونې-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com