د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چې د پنجشیر ولایت څخه ۳۳۴۲.۹۵ قراط زمرد په ۸۲۷۲۰۰ امریکايي ډالرو د لیلام له لارې پلورل شوی دی.
د پنجشير يو شمېر زمرد د ليلام له لارې وپلورل شول
3 عقرب 1402 ساعت 9:50
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چې د پنجشیر ولایت څخه ۳۳۴۲.۹۵ قراط زمرد په ۸۲۷۲۰۰ امریکايي ډالرو د لیلام له لارې پلورل شوی دی.
آوا - کابل: د اسلامی امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر په اکس پاڼه کې یوه خبرتیا خپره کړې، چې پکې لیکل شوي، چې دغه زمرد د «لیلام» له لارې پلورل شوی.
دغه وزارت وايي، له پنجشېر څخه استخراج شوي زمرد د يو ميليون ۴۳۴ زره ۹۰۰ ډالرو په ارزښت په څلورو ليلامونو پلورلي دي.
د مطلب کود: 279120