کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل دوو روغتونونو ته د زړه په سوري اخته ۲۰ ماشومان د درملنې لپاره معرفي شول

2 عقرب 1402 ساعت 15:18

د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ۲۰ ماشومان یې د درملنې او جراحي لپاره د کابل دوو روغتونونو ته لېږدولي دي.


آوا - کابل: دغه دفتر د ایکس په ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د دوی د درملنې ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له خوا ورکول کیږي.
 
د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي، په تېرو ۱۵ میاشتو کې ۱۹۷۲ ماشومان د درملنې لپاره د هېواد روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې جرمني هر کال دغه هېواد ته د زړه د سوري ناروغان د درملنې لپاره لېږدول.
 


د مطلب کود: 279082

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279082/د-کابل-دوو-روغتونونو-ته-زړه-په-سوري-اخته-۲۰-ماشومان-درملنې-لپاره-معرفي-شول

آوا
  https://www.avapress.com