کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان سره میاشت او د قطر سره میاشت ترمنځ د «ګرم ژمي» په نوم یو تړون لاسلیک شو

2 عقرب 1402 ساعت 11:51

افغان سره میاشت اعلان وکړ، چې د دې ادارې او د قطر د سرې میاشتې د نړیوالې پروژې د مشر ترمنځ په دوحه کې د «ګرم ژمي» په نوم یو تړون لاسلیک شوی، چې له مخې به یې د قطر سرې میاشتې د ۷۸۴۲۲ امریکايي ډالرو په ارزښت د ژمنی توکي په افغانستان کې اړمنو ته ورکوي.


آوا - کابل: نن سه شنبه (۲ عقرب) د افغاني سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغان سرې میاشتې ټولنې رئیس مولوي مطیع الحق خالص او د قطر د سرې میاشتې نړیوالې پروژې مشر ډاکټر احمد صلاح ترمنځ د «ګرم ژمې» تر نامه لاندې تړون لاسلیک شوی دی.
 
د دغه تړون له مخې به د قطر سرې میاشتې د ۷۸۴۲۲ امریکايي ډالرو په ارزښت د ژمنیو اړتیا وړ توکي په افغانستان کې به اړمنو کسانو ته ورسوي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغه تړون له لاسلیکولو مخکې مولوي مطیع الحق خالص او د قطر د سرې میاشتې پلاوي د هرات د وروستۍ زلزلې د زیانونو، مرستو، اړتیاوو او د کورونو د بیارغونې په اړه خبرې وکړې.
 
د قطر د سرې میاشتې چارواکو ژمنه کړې، چې د هرات له زلزله ځپلو سره به د مرستو او بېړنیو خوراکي توکو په برابرولو کې مرسته وکړي.
 
قطري لوري دا هم ویلي، چې د زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو په درملنه او د افغان سرې میاشتې له خوا د دغو ناروغانو لپاره د جوړ شوي روغتون د تجهیز په برخه کې همکاري کوي.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغاني سرې مياشتې رييس د هرات له زلزله ځپلو سره د بشري مرستو د ترلاسه کولو په موخه د قطر پلازمېنې دوحې ته تللى دى.
 


د مطلب کود: 279055

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279055/د-افغان-سره-میاشت-او-قطر-ترمنځ-ګرم-ژمي-په-نوم-یو-تړون-لاسلیک-شو

آوا
  https://www.avapress.com