کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پکتیا په لیرې پرتو سیمو کې یوه روغتون پرانیستل شو

1 عقرب 1402 ساعت 14:53

چارواکي د پکتیا ولایت د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د یوه روغتون د پرانیستلو خبر ورکوي.


آوا - کابل: نن دوشنبه د پکتیا ولایت په لیرې پرتو سیمو یو روغتون پرانیستل شو.
 
دغه روغتون ډيورنډ کرښې ته څېرمه په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ترکيې د خيريه موسسې له خوا د سل زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.
 
د پکتيا د والي مرستيال شيخ انعام الله صلاح الدين باختر آژانس ته وويل چې دغه روغتون د هغو ناروغانو د عاجلې درملنې په موخه جوړ شوى چې غواړي د درملنې لپاره پاکستان ته ولاړ شي.
 
له بلې خوا د نصیر خیریه موسسې د دغه روغتون په تجهیز کې مرسته کړې ده.
 
د دغه روغتون تاسيسات په يو نيم جريبه ځمکه کې جوړ شوي او دغه طبي مرکز د داخله طب، جراحۍ او نسايي ولادي څانګې لري او د ټولو ناروغانو درملنه کوي.
 
د پکتيا ولايت روغتيايي چارواکي وايي چې دغه روغتيايي مرکز ته يې روغتيايي کارکوونکي ګومارلي څو روغتيايي خدمات وړاندې کړي.
 
د پکتيا ولايت ناروغانو او ښاريانو د دغه روغتون د جوړېدو په برخه کې د حکومت د هڅو هرکلی کړی دی.
 


د مطلب کود: 279000

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279000/د-پکتیا-په-لیرې-پرتو-سیمو-کې-یوه-روغتون-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com