کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جاپان د افغانستان په بیارغونه کې رغنده رول لوبولی شي

30 میزان 1402 ساعت 13:25

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د جاپان له پخواني سفیر تاکاشي اوکادا او په افغانستان کې د جاپان له نوي سفیر تاکیوشي کورمایا سره په کتنه کې وویل چې جاپان کولای شي د افغانستان په بیارغونه کې رغنده رول ولوبوي.


آوا - کابل: نن یکشنبه (میزان ۳۰) د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په اکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې له پخواني سفیر تاکاشي سره اوکادا او په کابل کې د جاپان نوي سفير تاکويوشي کورمايا سره ليدنه وکړه او ويې ويل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاريخي شته او جاپان کولاى شي د افغانستان په بيارغونه کې رغنده رول ولوبوي.
 
په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د جاپان د پخواني سفیر د فعالیتونو ستاینه وکړه او د دغه هېواد نوي سفیر ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.
 


د مطلب کود: 278912

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278912/جاپان-د-افغانستان-په-بیارغونه-کې-رغنده-رول-لوبولی-شي

آوا
  https://www.avapress.com