کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شاوخوا درې زره افغان کډوال تېره ورځ له ایران څخه هېواد ته راستانه شول

30 میزان 1402 ساعت 11:09

د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د میزان په ۲۹مه دوه زره او ۸۰۵ افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هیواد ته راستانه شوي دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دغه احصایه نن (یکشنبه، میزان ۳۰) په ایکس پاڼه کې د یوې مقالې په خپرولو سره اعلان کړه.
 
د اسلام قلعه د سرحدي قوماندان د معلوماتو له مخې، په يادو شويو کسانو څخه ٢٤٨ تنه اړ او زيانمن شوي وبلل شول او د مهاجرت نړيوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غير خوراکي توکي يې ترلاسه کړل.
 
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي وو چې په یوه ورځ  کې ۳۲۴۳ تنه افغان کډوال له ایران څخه هیواد ته راستانه شوي دي.
 
باید وویل شي، چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ مخ په ډېرېدو ده.
 


د مطلب کود: 278894

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278894/شاوخوا-درې-زره-افغان-کډوال-تېره-ورځ-له-ایران-څخه-هېواد-ته-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com