کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ناروې کمېټې له ۱۰ زره بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوي تخمونو مرسته وکړه

30 میزان 1402 ساعت 10:33

په پکتیکا کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت کروندګرو د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې (NAC) له لوري د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې له مرستې برخمنې شوې.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت ۱۰ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوی سرې د ویشلو خبر ورکړ.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو مرستو کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو ګرامه سپینه سرې او ۵۰ کیلو ګرامه تور سرې شاملې دي او د دغه ولایت د ۱۰ ولسوالیو په بزګرانو به د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې په مالي مرسته ووېشل شي.
 
دغه مرستې د دغه ولايت پر هغو بزګرانو وېشل کېږي، چې سږ کال سختو سيلابونو ځپلي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې ادارې له لوري په ميدان وردګو ولايت کې پر ۱۱۵۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول.
 


د مطلب کود: 278890

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278890/د-ناروې-کمېټې-له-۱۰-زره-بزګرانو-سره-غنمو-اصلاح-شوي-تخمونو-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com