کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنه د افغان ښوونځیو له زده کوونکو سره د مرستې لپاره لس میلیونه ډالره مرسته کوي

29 میزان 1402 ساعت 15:06

په کابل کې د اروپايي ټولنې د نمایندګۍ دفتر اعلان کړی چې دغه اتحادیه به د افغانستان په لومړنیو ښوونځیو کې د دوو میلیونو هلکانو او نجونو لپاره د خوړو د برابرولو لپاره د خوړو نړیوال پروګرام ته لس میلیونه ډالره ځانګړي کړي.


آوا - کابل: په کابل کې د اروپايي ټولنې د نمایندګۍ مشرې رافیله ایودیس نن (شنبه، میزان ۲۹) دغه خبر په ایکس کې اعلان کړ او لیکلي یې دي چې په افغانستان کې د ښوونځیو د تغذیې پروګرام هم په افغانستان کې د زده کوونکو د نوم لیکنې په زیاتولو کې مرسته کوي. حاضری..
 
اروپايي ټولنې په دې وروستیو کې د هرات له زلزله ځپلو او کلیوالو سیمو سره د مالي مرستو اعلان کړی دی.
 
د خوړو نړیوال پروګرام په ګډون مرستندویه ادارې وايي چې دوی د بودیجې کمښت لري. دغه پروګرام وايي، سږ کال يې د مرستو له لېست څخه لس میلیونه کسان ایستلي دي.
 
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې په هرات کې ویجاړونکې زلزلې په افغانستان کې بشري وضعیت خراب کړی دی.
 


د مطلب کود: 278856

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278856/اروپايي-ټولنه-د-افغان-ښوونځیو-له-زده-کوونکو-سره-مرستې-لپاره-لس-میلیونه-ډالره-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com