د اسلامي امارت د دفاع وزارت وايي چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د دوهمې سرحدي لوا منسوبینو د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې یوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
په پکتيا ولايت کې د امنيتي ځواکونو له خوا يوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شوي
27 میزان 1402 ساعت 10:47
د اسلامي امارت د دفاع وزارت وايي چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د دوهمې سرحدي لوا منسوبینو د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې یوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
آوا - کابل: د اسلامی امارت د دفاع وزارت نن پنجشنبه (میزان ۲۷) په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د ۲۰۳ منصوری قول اردو د دوهمې سرحدي لوا منسوبینو په پکتیا یوه اندازه وسلې کشف او ترلاسه کړې.
د اسلامي امارت د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په دې کې ۳ میله وسلي شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت د دفاع وزارت په دغه ولایت کې د وسلو او مهماتو د نیولو خبر ورکړ.
د مطلب کود: 278729