کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د ۳۳ هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پل دی

26 میزان 1402 ساعت 15:13

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د روان کال په لومړۍ ربع کې ۲۵ هېوادونو خپل مالونه د افغانستان له لارې ۸ نورو هېوادونو ته صادر کړي دي.


آوا - کابل: دغه اداره وايي چې د روان کال په لومړۍ ربع کې یې د هیواد ترانزیت پورې اړوند ارقام راټول او څیړلي او تر دې مهاله یې د ترانزیت ټوله اندازه ۳۰۹ زره ۱۷۹ ټنو ته رسېږي.
 
د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې نن (چهارشنبه، میزان ۲۶) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د روان کال په لومړۍ ربع کې د ترانزیت اړوند ارقام د هېواد لپاره په جلا توګه راټول او تحلیل شوي دي. د روان کال په لومړۍ ربع کې د ترانزیت ټولټال اندازه ۳۰۹ زره او ۱۷۹ ټنو ته رسېږي، چې د دې ادارې له خوا راټولې شوې شمېرې ښيي چې د روان کال په لومړۍ ربع کې د نړۍ ۲۵ هېوادونو ۸ نورو هېوادونو ته خپل توکي صادر کړي دي.
 
د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د شمېرو له مخې، پاکستان په ۱۱۱ زره ۹۶۵ ټنو، تاجکستان ۵۲ زره ۵۹۲ ټنه او هند له ۴۰ زره ۹۵ ټنو سره د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته صادر کړي دي.
 
دغه رياست زياته کړه، چې شمېرې ښيي، چې پاکستان له ١١٧ زره ٨٦٥ ټنو سره، ازبکستان له ١١٢ زره ٥٥٥ ټنو سره او تاجکستان له ٧٠ زره ٥٣٤ ټنه مالونو سره د هغو هېوادونو په ډله کې دي، چې د افغانستان له لارې تر ټولو زيات توکي واردوي.
 
د يادونې وړ ده، چې صادرات او واردات د هېواد د بندرونو او هوايي ډګرونو له لارې ترسره کېږي.
 


د مطلب کود: 278662

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278662/افغانستان-د-۳۳-هېوادونو-ترمنځ-سوداګرۍ-پل-دی

آوا
  https://www.avapress.com