کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لغمان کې باران او ږلۍ لوی مالي زیانونه اړولي دي

25 میزان 1402 ساعت 15:10

د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په بادپخ ولسوالۍ کې د تېرې شپې د ورښتونو، بارانونو او سېلابونو له امله کروندګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.


آوا - کابل: د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، د تېرې دوشنبې په ورځ د میزان ۲۴ مه د دغو طبیعي پېښو په پایله کې لسګونه جریبه کرنیزه محصولات له منځه تللي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د بارانونو له امله سلګونه جریبه د وریجو کروندې ویجاړې شوې وې.
 
د لغمان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوول انجنیر عبیدالله الکوزی وايي، دغو بارانونو د الینګار ولسوالۍ ۶۰ سلنه د وریجو کروندې له منځه وړي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د هوا په سړېدو او د سختو اورښتونو او ږلۍ له زياتېدو سره د بزګرانو کروندې زيانمنېږي.
 


د مطلب کود: 278595

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278595/په-لغمان-کې-باران-او-ږلۍ-لوی-مالي-زیانونه-اړولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com