په لغمان کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د پاکو اوبو رسولو دوه شبکې جوړې شوې او د لسو نورو شبکو د جوړولو چارې هم پیل شوې دي.
په لغمان کې د اوبو رسولو د دوو شبکو کار بشپړ او د لسو نورو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې
25 میزان 1402 ساعت 11:26
په لغمان کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د پاکو اوبو رسولو دوه شبکې جوړې شوې او د لسو نورو شبکو د جوړولو چارې هم پیل شوې دي.
آوا - کابل: د لغمان والي قاري زین العابدین عابد وايي چې دغه شبکې د مهترلام ښار په چهارزيو او عصمت کمپونو کې جوړې شوې او پرون (دوشنبه، میزان ۲۴) د ګټي اخستني لپاره وسپارل شوې.
نوموړی زیاتوي، چې دغه دوه شبکې د یونیسف ادارې په مالي مرسته د ۹،۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې، چې څه باندې ۵۰۰ کورنۍ به ترې د څښاک لپاره ګټه پورته کړي.
عابد دغه راز وويل، چې د يونيسف په مالي مرسته د لغمان په پنځو ولسواليو کې د څښاک د پاکو اوبو رسولو شبکې پيل شوې دي.
د لغمان والي وايي، پر دغو شبکو ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او په جوړېدو سره به یې شاوخوا ۳۰۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.
هغه زياته کړه، د پاکو اوبو رسولو دغه شبکې به د علینګر، ایلیشنګ، قرقیو، دولت شاه او بادپاش په ولسواليو کې جوړې شي.
د لغمان په لرو پرتو سیمو کې اوس هم ګڼې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له نړیوالو مرستندویه موسسو څخه غواړي چې په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي.
د مطلب کود: 278561