کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې چارې په چټکۍ روانې دي

24 میزان 1402 ساعت 11:25

د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، د دغه وزارت له لوري د سالنګ لویې لارې چې په افغانستان کې تر ټولو لویه سوداګریزه مسافر وړونکې لاره ده، د بیارغونې چارې په شدت سره روانې دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، په یوه بې ساري اقدام کې یې د سالنګ لویې لارې په اوږدو کې د ۸۰ کیلومتره سړک د بیارغونې کار پیل کړی دی.
 
د باختر دولتي خبري آژانس د خبر له مخې: د فوايد عامې وزارت وياند وويل: د سالنګ د تونل د لومړي فاز کار چې د کيندلو په حال کې و، بشپړ شوى او پهولو ته چمتو شوى.
 
هغه زیاته کړه، د سالنګ اقلیم ته په پام سره په دریو پوړونو کې د کانکریټو ضخامت ۸۵.۵ سانتي متره او د اسفالټ یو طبقه په پام کې نیول شوې ده.
 


د مطلب کود: 278476

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/278476/د-سالنګ-لویې-لارې-بیارغونې-چارې-په-چټکۍ-روانې-دي

آوا
  https://www.avapress.net