کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ۱۴۰۱ کې، له ۳.۵ میلیون څخه ډیر ماشومان په اسهال او دوه نیم میلیون نور د سینه بغل په ناروغۍ اخته شوي

24 میزان 1402 ساعت 11:21

د لاس مینځلو د نړیوالې ورځې په مناسبت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په ۱۴۰۱ کال کې څه باندې درې نیم میلیونه ماشومان په نس ناستي او نږدې دوه نیم میلیونه نور په سینه بغل اخته شوي چې د حفظ الصحې نه مراعات کول یو له څرګندو عواملو څخه ګڼل کېږي. په صابون او اوبو د لاسونو مینځل کولی شي د وژونکو او خطرناکو ناروغیو د خپریدو مخه ونیسي، په ځانګړې توګه په ماشومانو کې.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت چارواکو د لاس مینځلو د ورځې په مناسبت په کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې په ۱۴۰۱ کال کې څه باندې درې نیم میلیونه ماشومان په نس ناستی او نږدې دوه نیم میلیونه نور په سینه بغل اخته شوی دی.
 
د عامې روغتیا وزارت استازي ببرک زخمي په دې غونډه کې وویل: د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په ۱۴۰۱ کال کې څه باندې درې نیم میلیونه ماشومان په نس ناستي او نږدې دوه نیم میلیونه ماشومان په سینه بغل اخته شوي وو. "
 
له بلې خوا د پوهنې، بیارغونې او کلیو پراختیا وزارت مسوولینو په دې مراسمو کې ټینګار وکړ چې دغه موضوع باید د ټول هېواد په ځانګړې توګه د لرو پرتو سیمو د دیني عالمانو، د ښوونځیو د ښوونکو او ښوونځیو له لارې هېوادوالو ته خبر شي.
 
په ورته وخت کې نن د هېواد په ټولو ښوونځیو کې د زکام د له منځه وړلو کمپاین پیل شو.
 
د پوهنې وزارت چارواکو ویلي، چې دغه کمپاین به لس ورځې دوام وکړي او له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې به د دې ناروغۍ ضد درمل ترلاسه کړي.
 


د مطلب کود: 278474

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278474/په-۱۴۰۱-کې-له-۳-۵-میلیون-څخه-ډیر-ماشومان-اسهال-او-دوه-نیم-نور-د-سینه-بغل-ناروغۍ-اخته-شوي

آوا
  https://www.avapress.com