کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د چمن - سپین بولدک له لارې شاوخوا پنځه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

24 میزان 1402 ساعت 10:24

د پاکستان د بلوچستان ایالت د چمن ښار چارواکو اعلان کړی چې په تېرو دوو اونیو کې د چمن - سپین بولدک له لارې ۵ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.


آوا - کابل: ځینو پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی، چې له دې لارې هېواد ته د افغانانو د ستنېدو بهیر دوام لری.
 
څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له پاکستان څخه هیواد ته د زرګونو کسانو د راستنیدو اعلان وکړ.
 
د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د افغانانو په ګډون ټولو بهرنیو اتباعو ته چې له قانوني اسنادو پرته په دغه هېواد کې اوسېږي ، د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې وخت ورکړی چې له پاکستانه ووځي، که نه نو پ زوره ویستل کېږي.
 
د يادونې وړ ده، چې د بشري حقونو بنسټونو او اسلامي امارت له اسلام آباد څخه غوښتي، چې افغان کډوال په زوره ونه باسي.
 


د مطلب کود: 278462

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278462/د-چمن-سپین-بولدک-له-لارې-شاوخوا-پنځه-زره-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com