په هرات کې د تېرې اوونۍ له خونړۍ زلزلې وروسته د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال د زلزله ځپلو د وضعیت د څېړلو په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ او د هرات له والي سره یې وکتل.
هرات ولایت ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د مرستیال سفر
23 میزان 1402 ساعت 16:15
په هرات کې د تېرې اوونۍ له خونړۍ زلزلې وروسته د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال د زلزله ځپلو د وضعیت د څېړلو په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ او د هرات له والي سره یې وکتل.
آوا - هرات: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال د هرات د والي په ګډون د ځینو ریاستونو د چارواکو سره نن شنبه د میزان ۲۳ مه وکتل.
د هرات والي شیخ نور احمد اسلامجر په دې غونډه کې وویل چې د زلزلې له امله د هرات ښاریانو ته سخت زیان اوښتی او دا ناورین د هرې ورځې په تیریدو سره پراخیږي.
د هرات د والي په وینا؛ د هرې ورځې په تېرېدو سره موږ ژمي ته نږدې کېږو او هوا سړه کیږي او خلک بهر وخت تیروي.
د هرات والي له هغوى څخه وغوښتل چې له زلزله ځپلو سره د مرستې په لاره کې خپل بشري مسووليت ادا کړي او له ټولو زيانمنو شويو سيمو سره په برابر ډول مرسته وکړي.
د يادونې ده، چې له تېرې شنبې ورځې راهيسې په هرات کې څو ځلې زلزلې شوې دي. نن سهار د ریشتر په کچه د ۶،۴ درجې یوې زلزلې د هرات ښار ځینې برخې ولړزولې.
د مطلب کود: 278437