کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رئیس الوزرا اداري مرستیال:

افغانستان د اقلیم د بدلون او د یرغلګرو له خوا د وسلو د استعمال له امله سخت ځپل شوی دی

23 میزان 1402 ساعت 14:45

د رئیس الوزرا اداري مرستيال وايي، چې افغانستان د اقليمي بدلون او د اشغال پر مهال د نيواکګرو له خوا د وسلو کارولو له امله سخت اغېزمن شوى دى. په همدې خاطر اسلامي امارت د شنو خونو د ګازو د له منځه وړلو او د چاپیریال د تودوخې د کمولو ملاتړ کوي.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن (یکشنبه، میزان ۲۳) په کابل کې د اقلیم د بدلون نړیوالې اونۍ په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل: افغانستان له کړاو سره مخ دی. د اقلیم د بدلون اغیزې او د نیواکګرو لخوا د وسلو کارولو له امله سخت زیانمن شوی. په همدې خاطر اسلامي امارت د شنو خونو د ګازونو د له منځه وړلو او د چاپېریال د تودوخې د کمولو ملاتړ کوي او د چاپېریال د ښه والي لپاره د هر ډول اقدام ملاتړ کوو.
 
د صهیونیسټ رژیم لخوا پر غزه باندي بمبارۍ د چاپېریال د معیارونو او د بشری حقوقو د ارزښتونو خلاف وبللې او په کلکه یې وغندلې او د اسلامی ملګرتیا له سازمان او ملګرو ملتو څخه یې وغوښتل چې دغه حملې وغندئ او ودروی .
 
نوموړي دغه راز په ډاګه کړه، چې افغانستان په نړۍ کې شپږم هغه هېواد دى، چې د اقليمي بدلون له امله اغېزمن کېږي، په داسې حال کې چې دلته د شنو خونو ګازونو اخراج او توليد د نورو هېوادونو په پرتله ډېر کم دى.
 
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاء الله عمري هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې نن سبا د ځمکې د تودوخې زیاتوالی او د اقلیم بدلون له دې خطر څخه زموږ د سیمې او ټولنې د ژغورلو لپاره ګډو اقداماتو ته اړتیا لري.
 


د مطلب کود: 278423

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278423/افغانستان-د-اقلیم-بدلون-او-یرغلګرو-له-خوا-وسلو-استعمال-امله-سخت-ځپل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com