کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان له زندانونو ۲۶ افغان کډوال خوشې شول

20 میزان 1402 ساعت 15:02

د سرپرست حکومت د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان له زندانونو ۲۶ تنه افغان اتباع خوشي شوي دي.


آوا - کابل: د پنجشنبې په ورځ (میزان ۲۰) د کورنیو چارو وزارت په ایکس پاڼه کې اعلان وکړ چې ۲۶ تنه افغان اتباع چې د پاکستان د پولیسو له خوا نیول شوي وو، د دغه هېواد له زندانونو څخه خوشې شوي دي.
 
دغه وزارت ویلي، چې تازه خوشي شوي بندیان د روان کال د میزان په ۱۹مه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
 
په همدې حال کې د کډوالو چارو وزارت په یوه جلا پیغام کې د سپین بولدک او تورخم له لارې د ۴۰۰۰ افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
 
دغه وزارت ویلي چې د ۳۵۹ کسانو په ګډون ۲۱۶ کورنۍ د پاکستاني پولیسو له خوا په زوره راستانه شوي دي.
 
تر دې وړاندې د پاکستان حکومت د افغانستان هغو اتباعو ته چې په ناقانونه توګه افغانستان ته داخل شوي وو، خبرداری ورکړی و چې ژر تر ژره دې خپل هېواد ته ستانه شي، که څه هم دغه پرېکړه په ملي او نړیوالو غبرګونونو سره شوې وه، خو پاکستان ویلي چې هېڅ هېواد غیر قانوني کډوال نه مني.
 
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې له دغه هېواده به تر یو میلیون ډېر افغان کډوال وباسي.
 


د مطلب کود: 278232

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278232/د-پاکستان-له-زندانونو-۲۶-افغان-کډوال-خوشې-شول

آوا
  https://www.avapress.com