کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوچا: د هرات په زلزله کې شاوخوا ۱۷ زره کسان زیانمن شوي دي

20 میزان 1402 ساعت 14:49

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې په هرات کې له لومړۍ زلزلې راهیسې شاوخوا ۱۷ زره کسان زیانمن شوي دي.


آوا: دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ (میزان ۲۰) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښايي د دغو زلزلو د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په هرات کې د ۶،۳ درجې یوې بلې زورورې زلزلې ولړزاوه، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي کوونکي د راپور له مخې، ۱۱۲ کلي یې زیانمن کړل.
 
د شمېرو له مخې د هرات په زلزله کې تر ۲۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
 


د مطلب کود: 278227

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278227/اوچا-د-هرات-په-زلزله-کې-شاوخوا-۱۷-زره-کسان-زیانمن-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com