کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي پوځیانو د وحشیانه حملو په نتیجه کښې یوازې په یو ساعت کښې ۵۱ فلسطینیان شهیدان شوي

20 میزان 1402 ساعت 13:49

په غزه کښې د فلسطین د روغتیا وزارت نن د پنجشنبې په سهار وویل په یو ساعت کښې د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو په وحشیانه حملو کښې چې په صبرا، الزیتون، النفق او طلال سیمو کښې ترسره شوي، ۵۱ فلسطینیان شهیدان شوي او۲۸۱ نور کسان ټپیان شوي دي.


آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت په خپلو تازه احصایو کې اعلان کړی چې په تیرو څو ورځو کښې د فلسطین په بیلا بیلو سیمو د صهیونیسټی رژیم د حملو د شهیدانو شمیر ۱۱۲۸ تنو ته رسیدلي او ۵۳۳۹ فلسطینیان ټپیان شوي دي.
 
دا په داسې حال کښې دی چې صهیونیسټی پوځیانو په دغه موده کښې په غزې کښې ۱۰ روغتیایی مرکزونه او ۴۸ ښوونځی هم ویجاړ کړی دی. دغه راز د صهیونیسټ نیواکګر رژیم جنګیالیو له تیرې شنبې ورځې راهسې څه دپاسه ۲۲۶۳۹ د استوګنې کورونه ویجاړ کړی دی .
 
همدارنګه د اسراییلو هوايي بریدونو په غزه کې اوه تاسیسات زیانمن کړي چې له یو میلیون څخه زیاتو خلکو ته د اوبو مشکلات پیدا کړي دي.
 
په غزه کښې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د صهیونیسټی نیواکګرو لخوا په غزه کښې د اوبو، بریښنا او تیلو د بندولو دوام د زخمیانو او ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی .
 
له بلې خوا د ایران د مطبوعاتو په حواله، د صهیونیسټ رژیم جنګیالیو د غزې په بې دفاع او مظلومو خلکو په حملو کښې د فاسفورس بمونو په شمول ممنوعه وسلې کارولې دي.
 
د مالي زیانونو سربیره، په غزه کې بشري وضعیت خورا کړکیچن دی، نو د دې بریدونو په پایله کې د غزې د روغتونونو ظرفیت ډک شوی او درمل او طبي تجهیزات کم دي.
د ملګروملتونو د سازمان ویاند سټیفن دوجاریک د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: د بشري چارو د هماهنګۍ د سازمان دفتر وايي چې په غزه کې د بې ځایه شویو کسانو شمیر اوس ۳۳۸ زره نارینه، ښځې او ماشومان ته رسیدلي دي.
 
د هغه په ​​وينا، په غزه کې ټول ١٣ روغتونونه او نور روغتيايي مرکزونه د اکمالاتو او د سون توکو د کمښت له امله په محدود ډول فعال دي.
 
د فلسطین د مقاومت جنګیالیو له تیرې شنبې ورځې راهیسې د غزې له جنوب څخه په نیواک شویو سیمو کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځونو پرضد د «الاقصی طوفان» په نوم پراخ عملیات پیل کړ. داسې یو عملیات چې د اشغال په ۷۵ کلن تاریخ کې بې ساری وو او صهیونیسټان یې حیران کړل.
 
صهیونیسټ رژیم چې په تیرو څو ورځو کښې د فلسطین له مقاومت سره د جنګ په ډګر کښې حیران او له شرمناکه ماتې سره مخامخ شو د غزې د تړانګې ټولې لارې یې په یو غیر انسانی عمل سره وتړلې څو فلسطینی مقاومت د «الاقصی طوفان» عملیاتو د بندولو لپاره مجبور کړی.
 


د مطلب کود: 278215

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278215/د-غزې-په-تړانګه-کې-اسرائیلي-پوځیانو-وحشیانه-حملو-نتیجه-کښې-یوازې-یو-ساعت-۵۱-فلسطینیان-شهیدان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com