آوا - هرات: په دغه ولایت کې د پرله پسې زلزلو او ورښتونو په اړه د خلکو د اندیښنو په دوام، دا ځل تیره شپه (چهارشنبه د میزان ۱۹) د سلما بند د ویجاړیدو او د هغې د زیرمو د اوبو د ډیریدو خبر ورکړل شو. د خلکو په اندیښنو کې اضافه شوه.
د هرات ښاريانو د دې خبر په اورېدو سره د چشت، اوبې او پښتون زرغون ولسواليو اوسېدونکو خپل کورونه او د اوسېدو ځايونه پرېښي او د سېلابونو له خطر څخه د مخنيوي په خاطر يې غرونو او لوړو سيمو ته پناه وړې ده.
خو د سلما بند د امنيت امر يو تن دغه خبر رد کړ او ويې ويل چې دا خبر افواه دي او متعصب کسان د خلکو په ذهنونو کې د وېرې او اندېښنې د پيدا کولو په موخه دا ډول ناسم خبرونه خپروي.
سیمه ییز چارواکي د هرات ښاریانو ته ډاډ ورکوي چې د اوبو دغه بند د زلزلې ضد اړین معیارونه لري او په روانه اونۍ کې د دوو زورورو زلزلو له امله یې بدن ته زیان نه دی رسېدلی.
ويل کيږي چې په روانه اوونۍ کې هرات ولايت د دوو سختو زلزلو شاهد و چې له امله يې په زرګونو تنه شهيدان او ټپيان شول.
له زلزلې وروسته د هرات ټول ښاریان په کوڅو او دښتو کې ژوند کوي.