کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جاپان د هرات له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي

19 میزان 1402 ساعت 10:58

په افغانستان کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې هېواد به یې د هرات ولایت زلزله ځپلو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ولېږي.


آوا - کابل: په افغانستان کې د جاپان سفارت د اکس په ټولنیزه پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره لیکلي چې دغه مرستې د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال ټولنو په غوښتنه شوې دي.
 
سفارت ویلي چې په دې مرستو کې خیمې، کمپلې او نور اړین توکي شامل دي.
 
خو د دغو مرستو دقیقه اندازه نه ده معلومه.
 
په ورته وخت کې اروپايي ټولنې هم په هرات کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د ۳،۵ میلیونه یورو د مرستې اعلان کړی دی.
 
تېره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د افغانستان د بشري مرستو له صندوق څخه د هرات د زلزلې د قربانیانو د عاجلې درملنې لپاره پنځه میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.
 


د مطلب کود: 278120

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278120/جاپان-د-هرات-له-زلزله-ځپلو-سره-بېړنۍ-مرستې-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com