کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو د ستونزو د حل لپاره یو کمیسیون جوړ شو

18 میزان 1402 ساعت 9:49

د اسلامي امارت رهبر مولوي هبة الله اخندزاده د کډوالو د ستونزو د حل په موخه د راستنیدونکو چارو کمیسیون تر عنوان لاندې کمیسیون جوړ کړ.


آوا - کابل: ارګ په خپله اکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د اسلامي امارت رهبر مولوي هبة الله اخندزاده د کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د راستنیدونکو چارو کمیسیون تر عنوان لاندې کمیسیون جوړ کړی دی.
 
ارګ زیاته کړه: د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې له وزیرانو سره غونډه جوړه شوه، چې په کې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وضعیت او د شته ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې وشوې.
 
د سرمقالې د لیکنې پر بنسټ، د رئیس الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د راستنیدونکو چارو د کمېسیون لپاره په عاجله توګه یوه کړنلاره جوړه کړي.
 


د مطلب کود: 278031

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278031/د-کډوالو-ستونزو-حل-لپاره-یو-کمیسیون-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com