کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه دې د کوکنارو د بدیل کښت لپاره له اسلامي امارت سره همکاري وکړي

18 میزان 1402 ساعت 9:21

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان له مرستیال او ورسره ملګري پلاوي سره په کتنه کې وویل، ملګري ملتونه باید د کوکنارو د کرکیلې د بدیل په خاطر له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله اکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د دغه وزارت له مرستیالې مېرمن بیت بیکډول سره په لیدنه کې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې اداره او ورسره مل پلاوی، ملګري ملتونه باید د کوکنارو د کښت د بدیل لپاره له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
 
  مېرمن بيکډول په دې کتنه کې وويل چې په تېرو شلو کلونو کې دا د دغه سازمان تر ټولو لوړ پوړى پلاوى دى چې افغانستان ته يې سفر کړى او پرېکړه يې کړې چې په تخنيکي برخه کې خپلې مرستې، د اصلاح شويو تخمونو د وېش، د څارويو د روغتيا، اوبولګولو، د اقلیم بدلون، او میخانیکي کول، کرهنه او نور سکتورونه دوام لري او پراخیږي.
 


د مطلب کود: 278023

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278023/ملګري-ملتونه-دې-د-کوکنارو-بدیل-کښت-لپاره-له-اسلامي-امارت-سره-همکاري-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com