د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند وايي، په هرات ولایت کې د پرونۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۰۵۳ تنو ته رسېدلی او ۱۲۴۰ نور ټپیان شوي دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت:
په هرات کې د زلزلې له امله د مړو شمېر تر دوو زرو واوښت
16 میزان 1402 ساعت 14:34
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند وايي، په هرات ولایت کې د پرونۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۰۵۳ تنو ته رسېدلی او ۱۲۴۰ نور ټپیان شوي دي.
آوا - کابل: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند مل پاسوال جانان صیاد نن (یکشنبه د میزان ۱۶مه) وویل چې په هرات ولایت کې د پرونۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۰۵۳ تنو ته رسېدلی او ۱۲۴۰ نور ټپیان شوي دي. ټپيان شوي دي، نيولي دي
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د استوګنې ١٣٢٠ کورونه ويجاړ شوي او د ژغورنې ١٠ ډلې د پېښې سيمې ته رسېدلي او زلزله ځپلو ته لومړنۍ مرستې رسوي.
د يادونې ده، چې تېره ورځ هم د هرات او بادغيس ولايتونو سيمې د بېلابېلو شدتونو زلزلې ولړزولې. د هرات سیمه ییزو چارواکو پرون ماښام خبر ورکړی و، چې د دغه ولایت په زنده جان او غوریان ولسوالیو کې ۱۲ کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي او له خاورو خځلو د قربانیانو د جسدونو په را ایستلو بوخت دي.
په همدې حال کې د هلمند سیمه ییزو چارواکو او ګاونډیو ولایتونو هرات او بادغیس په یادو ولایتونو کې زلزله ځپلو ته د طبي او ژغورونکو ټیمونو د استولو او د لومړنیو مرستو د استولو اعلان کړی دی.
د مطلب کود: 277909