کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیکا ولایت کې د ۹۱ پرمختیايي پروژو کار پیل شو

13 میزان 1402 ساعت 10:08

د پکتيکا ولايت په اورګون او يوسف خېلو ولسواليو کې د خلکو په مشرۍ د پراختيايي ادارې له لوري د ۱۱۴ ميليونه افغانيو په لګښت د ۹۱ بېلابېلو پروژو کار پيل شو.


آوا - کابل: په دغو پروژو کې د سړکونو جوړول، د ویالو او کانالونو پاکول شامل دي.
 
همدارنګه د دغو پروژو په پیل سره د ۷۰۸۶ کسانو لپاره کاري چاپېریال ښه شوی دی.
 
تر دې مخکې د پکتيا ولايت د کليو او پراختيا رياست مسوولينو ويلي وو، چې د مرکز ګردېز ښار په بېلابېلو کليو کې يې د ٢٤ پروژو کار پيل کړى دى.
 
د پکتيا د کليو او پراختيا رياست د څرګندونو له مخې، دغه پروژې د "UNOPS" موسسې په مالي مرسته د ٣٠ ميليونه او ٩١٧ زره افغانيو په لګښت پيل شوې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د کورنيو او بهرنيو بنسټونو له خوا د عامه ګټو ګڼې پروژې شتون لري.
 


د مطلب کود: 277747

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277747/په-پکتیکا-ولایت-کې-د-۹۱-پرمختیايي-پروژو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com