د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په کابل کې د افغانستان لپاره د چین له نوي سفیر ژاو سینګ سره وکتل او د عینک د مسو پروژې د پرمختګ په اړه یې خبرې وکړې.
د مس عینک د پروژې پرمختګ د چین له سفیر سره د شهاب الدین دلاور د خبرو تمرکز دی
13 میزان 1402 ساعت 10:01
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په کابل کې د افغانستان لپاره د چین له نوي سفیر ژاو سینګ سره وکتل او د عینک د مسو پروژې د پرمختګ په اړه یې خبرې وکړې.
آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت نن پنجشنبه (میزان ۱۳) په اکس ټولنیزې شبکې له لارې لیکلي چې په دې غونډه کې د مس عینک او امو سیند د پروژو د کار او پرمختګ او پر ستونزو او ننګونو خبرې وشوې.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال چين د بل هر هېواد په پرتله په افغانستان کې پانګونې ته ډېره لېوالتيا لري.
د مطلب کود: 277745