کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوچا په ۱۷۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل

12 میزان 1402 ساعت 15:46

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې د اکتوبر په لومړۍ او دوهمه به په افغانستان کې پر شاوخوا ۱۶۹۶ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې وویشل شي.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن چهارشنبه د میزان ۱۲ مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه ولایت کې داخلي بې ځایه شوي، راستنېدونکي او سیلاب ځپلې کورنۍ شاملې دي.
 
دفتر زیاته کړه چې د محدودو مالي سرچینو سره سره، مرستندویه همکاران اړمنو خلکو ته د ژوند ژغورنې مرستې ته دوام ورکوي.
 
په افغانستان کې مرستندویه سازمانونه وايي چې د بودیجې له کمښت سره مخ دي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام، چې د خوراکي توکو ډېره برخه اړو خلکو ته وېشي، په افغانستان کې د مرستو لپاره د یو میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.
 


د مطلب کود: 277714

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277714/اوچا-په-۱۷۰۰-اړمنو-کورنیو-خوراکي-توکي-وویشل

آوا
  https://www.avapress.com