د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی، چې د اسیا پراختیايي بانک له دغه سازمان سره د یوې هوکړې له مخې له افغانستان سره ۴۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره ۴۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه
12 میزان 1402 ساعت 15:35
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی، چې د اسیا پراختیايي بانک له دغه سازمان سره د یوې هوکړې له مخې له افغانستان سره ۴۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) نن چهارشنبه د میزان ۱۲ مه په اکس پاڼه کې لیکلي چې دغه مرسته د اسیا پراختیايي بانک، یونیسف او د خوړو نړیوال سازمان ترمنځ د نوي هوکړه لیک لاسلیک شوي.
یونیسف لیکلي: "دا مرستې به د خوړو د خوندیتوب او د میندو او ماشومانو د روغتیا اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي."
دغه بنسټ زیاته کړې، چې په افغانستان کې له ۹،۵ میلیونو څخه زیات وګړي په هغو سیمو کې ژوند کوي، چې روغتیايي اسانتیاوې نه لري او د روغتیايي خدمتونو غوښتنه هم ډېره ده.
د اسیا پراختیايي بانک او د نړیوال بانک د سویلي اسیا څانګې او نورو ادارو په مرسته، یونیسف ویلي چې دا ډاډمن کولی شي چې زیانمنونکو میرمنو، ماشومانو او کورنیو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.
د اسيا پراختيايي بانک هم د روان کال په ٢٩مه د افغانستان له خلکو سره ٤٠٠ ميليونه ډالره مرسته کړې وه، چې له دې جملې څخه ٢٠٠ ميليونه ډالره يې د يونيسف له لارې او دوه سوه ميليونه ډالره يې د خوړو نړيوال پروګرام او د کرنې او خوړو نړيوال سازمان له لارې ولګول شول. ملګري ملتونه
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې نړيوالو مرستندويه موسسو په وار وار له زيانمنو شويو خلکو سره د مرستې لپاره د بوديجې له نشتوالي شکايت کړى دى.
د مطلب کود: 277711