کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چينايي سوداګر د جلغوزيو د پېرلو او پانګونې لپاره ګردېز ښار ته تللي دي

11 میزان 1402 ساعت 10:59

د پکتيا ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د پکتيا ولايت مرکز ګردېز ښار ته يو شمېر چينايي سوداګر د جلغوزيو د پېرلو او پېرلو په موخه راغلي دي، چې د دغه ولايت د سوداګرۍ او صنايعو خونه يې وهڅوله.


آوا - کابل: د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې خونې په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې یو شمېر چینايي سوداګر د جلغوزیو د پانګونې او پېرلو په موخه د پکتیا مرکز ګردیز ښار ته راغلي دي.
 
دغه سوداګر وايي چې افغاني جلغوزي د لوړ کيفيت لرونکي دي او هڅه کوي چې نور چينايي سوداګر هم په دې برخه کې پانګونې ته وهڅوي.
 
د پکتيا ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وايي، دغه ولايت ته د جلغوزيو د پېرلو لپاره د چينايي سوداګرو راتګ په افغانستان کې د جلغوزيو د بازارموندنې په برخه کې ډېر ګټور تمامېږي.
 
په همدې حال کې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو سره چینايي سوداګرو په هېواد کې د کانونو او ټکنالوژۍ په برخه کې ډېره پانګونه کړې ده.


د مطلب کود: 277620

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277620/چينايي-سوداګر-د-جلغوزيو-پېرلو-او-پانګونې-لپاره-ګردېز-ښار-ته-تللي-دي

آوا
  https://www.avapress.com