د افغانستان خلک له موږ سره نه ماتیدونکې اوږده کلتوري اړیکه لري/ د رسنیو خپرونې د حقایقو خلاف دي
آوا - د ایران د حکومت ویاند وویل چې د دغه هیواد حکومت د غیر قانونی کډوالي خلاف دی او د غیر قانونی کډوالو د داخلیدو د مخنیوی لپاره څارنه کوی.
هغه په دغه هیواد کښې د اتباعو د تنظیم لپاره د کډوالي د ملی ادارې رامینځته کیدو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه: مونږ د مهاجرت ملی قانون ته چې پارلمان ته د تصویب لپاره استول شوی وو، انتظار یو، خو د اوس لپاره د مهاجرت ملی اداره په دننه کښې جوړه شوې ده. د هغو اتباعو لپاره چې په قانوني توګه په هیواد کې دي د موجوده قوانینو چوکاټ تنظیم شوی.
بهادري جهرمي زیاته کړه: په دې وروستیو کې د بهرنیو اتباعو په اړه یوه رسنیزه فضا رامنځ ته شوې ده او ځینې وختونه له پنځو څخه تر لسو کلونو مخکې انځورونه بیا خپریږي او یا هم هغه انځورونه چې د ایران لپاره نه وي، خپریږي.
هغه څرګنده کړه: هغوی په دې لټه کښې دی چې د ایران او افغانستان د دوو ملتونو ترمېنځ کړکېچ رامنځته کړی.
د ایران د حکومت ویاند وویل: "باید د ملي شخصیتونو او صلاحیتونو څخه کار واخیستل شي." ډیری افغان کډوال د ټیکنالوژۍ او مسلک خاوندان دي.
نوموړي دغه راز يادونه وکړه، چې ډېرى افغانان د دوى د خوښې او د خپل هېواد له شرايطو سره سم ايران او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
د دغه ایراني چارواکي څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې په دې وروستیو کې یو شمېر رسنیو د ایران په اسلامي جمهوریت کې د مېشتو کډوالو پر ضد فضا ګرمه کړې ده.